د آزپګ لوګو
خوښې شوې
پروفایل
اعلان خپرول
اعلانونهاعلان خپرولپروفایل
Azpag Online Marketplace

ازپگ یو آنلاین بازار دی چې تاسو پکې کولی شئ خپل محصولات او خدمتونه په اسانۍ د پلور لپاره وړاندې کړئ او خپلې اړتیاوې یوازې په څو ساده کلیکونو پوره کړئ.

چټک لینکونه

  • زموږ په اړه
  • پرله پسې پوښتنې
  • بلاګونه
  • محرمیت
  • شرایط او مقررات

اړیکه ونیسئ

  • موږ سره اړیکه ونیسئ
  • 0773838228
  • [email protected]
  • کابل، افغانستان

همدا اوس ډاونلوډ کړئ

App StoreGoogle Play

© 2026 ټول حقوق د ازپگ لپاره خوندي دي.

Azpag Online Marketplace
زموږ په اړه|موږ سره اړیکه ونیسئ
پرله پسې پوښتنې|بلاګونه
محرمیت|شرایط او مقررات

    د ازپگ په اړه

    د ازپگ په اړه

    په افغانستان کې آنلاین بازار

    ازپگ څه شی دی او څه کوي؟

    ازپگ په افغانستان کې یو آنلاین بازار دی چې د ټول هېواد په کچه د پېر او پلور د اسانتیا لپاره جوړ شوی دی. د «ازپگ» نوم مانا «د ټولو څخه» ده، ځکه د افغانستان ټول خلک کولای شي د دې پلیټفارم له لارې آنلاین پېر او پلور وکړي.

    په ازپگ کې تاسو کولای شئ په څو دقیقو کې خپله اعلان خپور کړئ یا هم هغه توکی ومومئ چې لټه یې کوئ. د عادي کاروونکو تر څنګ، دوکانداران او د کوچنیو کاروبارونو خاوندان هم کولای شي خپلې توکې د ازپگ له لارې وپلوري. ازپگ داسې طرحه شوی چې کار کول ورسره ساده، چټک او بې له هر ډول پېچلتیا څخه وي.

    Marketplace illustration
    Marketplace illustration

    زموږ هدف

    د ازپگ هدف دا دی چې په افغانستان کې تر ټولو لوی او باوري آنلاین بازار رامنځته کړي. داسې یو بازار چې هر څوک پکې—د محلي پلورونکو او کوچنیو کاروبارونو خاوندانو څخه نیولې تر کورنیو ښځو او لویو سوداګرو پورې—وکولی شي خپل توکي یا خدمات په اسانه سره ریښتینو مشتریانو ته وړاندې کړي. موږ هڅه کوو د پیرودونکو او پلورونکو ترمنځ واټن له منځه یوسو او په افغانستان کې د آنلاین تجارت نوې تجربه رامنځته کړو. ازپگ غواړي د افغانستان د ډیجیټل اقتصاد د ودې سمبول وګرځي او وښيي چې آنلاین پېر او پلور کولای شي ساده، خوندي او د ټولو لپاره ګټور وي.

    زموږ لید

    په افغانستان کې د یو خوندي، ساده او پراخ آنلاین بازار رامنځته کول، چیرې چې هر څوک وکولی شي خپل محصولات او خدمات نورو ته معرفي کړي یا خپله اړتیا پوره کړي.

    Marketplace illustration

    ارزښتونه

    موږ په کومو مواردو ټینګار کوو؟

    ریښتینولي او صداقت

    د ازپګ بنسټ په ریښتینولۍ او شفافیت ولاړ دی. موږ غواړو داسې فضا رامنځته کړو چې کاروونکي پرته له ویرې د غلطو معلوماتو یا فریب ورکونکو اعلانونو څخه په اعتماد سره معامله وکړي. ریښتینولي د هر روغ ډیجیټل بازار زړه دی.

    د معاملو باور او امنیت

    باور د ازپګ تر ټولو لوی سرمایه ده. موږ د اعلانونو څارنه، د راپورونو مدیریت او د خوندي میتودونو په کارولو سره هڅه کوو چې د افغانستان د آنلاین بازار لپاره خوندي چاپیریال برابر کړو.

    د پیرودونکو رضایت

    د کاروونکو رضایت زموږ لومړیتوب دی. زموږ هدف دا دی چې هر پیرودونکی او پلورونکی د افغانستان په آنلاین بازار کې اسانه، چټک او خوشحاله تجربه ولري او زموږ د خدماتو څخه رضایت او ارزښت احساس کړي.

    ټیکنالوژي او نوښت

    موږ باور لرو چې د افغانستان راتلونکی په ټیکنالوژۍ پورې تړلی دی. ازپګ د نوو ټیکنالوژیو او مناسب حلونو په کارولو سره د آنلاین سوداګرۍ تجربه اسانه او هوښیار کوي او د ډیجیټل ودې لپاره لار پرانیزي.

    کیفیت او دوامداره پرمختګ

    موږ هره ورځ هڅه کوو چې ازپګ له تیرې ورځې غوره کړو. د ډیزاین ښه کول، د سرعت زیاتوالی او د امکاناتو لوړول زموږ هدف دی چې د افغانستان خلکو لپاره لوړ کیفیت لرونکی آنلاین بازار رامنځته کړو.

    د وخت او لګښت سپما

    ازپګ مرسته کوي چې کاروونکي پرته له اضافي لګښتونو په څو دقیقو کې خپل معامله ترسره کړي. موږ باور لرو چې آنلاین سوداګري باید هم اسانه او هم اقتصادي وي، چیرې چې د خلکو وخت او پیسې ارزښت لري.

    ایا ته غواړې څه واخلی؟

    په څو ساده ګامونو کې خپل غوښتل شوی توکی د افغانستان آنلاین بازار ازپگ کې پیدا کړئ.

    1

    لټون

    د غوښتل شوي کټګورۍ یا توکي نوم ولیکئ او خپله ولایت یا ښار وټاکئ.

    2

    مقایسه

    اعلانونه وګورئ، بیې، انځورونه او توضیحات پرتله کړئ.

    3

    اړیکه ونیسئ یا پیغام واستوئ

    په ازپگ کې د پلورونکي سره د تلیفون یا واتساپ له لارې اړیکه ونیسئ.

    4

    معامله وکړئ

    یو ملاقات تنظیم کړئ، توکي وکتئ، او بیا خپل پیرود ترسره کړئ.

    5

    فیډبیک ورکړئ

    خپل تجربه شریکه کړئ تر څو معاملی خوندي شي. تاسو کولی شئ ازپگ ته ایمیل هم واستوئ.

    ایا ته غواړې څه وپلورې؟

    په څو دقیقو کې خپله اعلان خپور کړئ او ریښتینې خریداران پیدا کړئ.

    1

    ثبت نام

    اکاونت جوړ کړئ یا خپل موجوده حساب ته ننوتل.

    2

    اعلان جوړ کړئ

    انځور اضافه کړئ، توضیحات ولیکئ او بیه وټاکئ.

    3

    نشر کړئ

    ستاسو اعلان په څو ثانیو کې په افغانستان کې د ازپگ آنلاین بازار کې نشر شي.

    4

    اړیکه ترلاسه کړئ

    خریداران به له تاسو سره اړیکه ونیسي یا پیغام واستوي.

    5

    وپلورئ او عاید ترلاسه کړئ

    معامله پای ته ورسوئ او له خپل پلور څخه خوند واخلئ!

    Team collaboration
    Company growth
    Innovation
    Success story

    زموږ کیسه

    د ازپګ مفکوره د افغانستان د خلکو د ورځني ژوند څخه راوتلې؛ هغه ځای چې پیرود او خرڅلاو د کار او ژوند جلا کیدونکی برخه ده، خو تل اسان، خوندي او یا د ټولو لپاره په لاسرسی کې نه و. د دې ننګونو لیدلو وروسته پریکړه وکړه چې د افغانستان لپاره یوه خوندي آنلاین بازار رامنځته کړو چې څو بنسټیزو اړتیاوو ته ځواب ووایي:

    د آسان لاسرسي اړتیا

    ډیری خلک په ښارونو او ولسوالیو کې د فزیکي بازارونو یا باوري شبکو سره د پیرود او خرڅلاو لاسرسی نه درلود. ازپګ راغی چې دا فاصله له منځه یوسي او ډیجیټل بازار ټولو ته په لاسرسی کې کړي.

    د باور اړتیا

    کارونکي د معاملو پر مهال د جعلي اعلانونو یا غیر حقیقي پلورونکو په اړه اندیښمن وو. ازپګ د اعلانونو مدیریت او څارنې او شفاف چاپیریال جوړولو سره هڅه کوي چې خوندي او باور وړ فضا رامنځته کړي.

    د سرعت او ساده توب اړتیا

    په افغانستان کې پیرود او خرڅلاو اکثر وخت نیسي او پېچلی وو. ازپګ د ساده ډیزاین او کارونکي دوستانه انٹرفیس سره دا ممکنه کړه چې هر څوک په لږ وخت کې خپل اعلان خپور کړي یا مطلوب توکي ومومي.

    د نوو فرصتونو اړتیا

    ډیری کوچني او محلي کاروبارونه د لیدو فرصت نه درلود. ازپګ له هغوی سره مرسته کوي چې د افغانستان آنلاین بازار «ازپګ» له لارې نوې مشتریان پیدا کړي او وده وکړي.

    محمد عارف جاهد

    "هر کسی به ایجاد تسهیلات به مردم رنج دیده ما تلاش میکند، قابل ستایش است"

    محمد عارف جاهد

    مشتری